42 خو رِبقه د خپل مشر زوئ عِيسو د دې خبرې نه خبر شوه، نو هغې يعقوب راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”دا خبره واوره. ستا ورور عِيسو بدل اخستل غواړى او تا وژل غواړى.
عِيسو د يعقوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقوب له د هغۀ برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره وفرمائيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے، چې کله زما پلار وفات شى نو بيا به زۀ يعقوب ووژنم.“
نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،
زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى.
يعقوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په مُلک کښې د سعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل.
په بدو منصوبو کښې دوئ د يو بل ډاډګيرنه کوى. او په خپلو کښې په مشورې سره پټ دامونه ږدى، په خپلو کښې دا خيال کوى چې څوک به مونږ وګورى؟
څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحاليږى او د بدعملو په شرارت خوشحالى کوى،
د داؤد دوه ښځې، اخينوعم او ابىجيل هم بوتلے شوې وې.