40 تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“
مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“
قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“
کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مونږ ستا ورور عِيسو له لاړُو او هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو دپاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“
خو عِيسو ورته ووئيل، ”زما وروره، زما سره هر څۀ ډېر دى، چې تا سره هم څۀ دى هغه د ځان دپاره وساته.“
هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.
نو امصياه، تا ادوميانو له شکست ورکړے دے او مغروره شوے يې. خو په خپل شُهرت باندې ګزاره کوه او په کور کښې کښېنه. داسې بلا ولې راخبروې چې په تا او ستا په خلقو باندې تباهى راولى؟“
امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتىاېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.
نو ادوم تر نن پورې د يهوداه نه آزاد دے. هم په هغه وخت کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو، دا هر څۀ ځکه وشول چې يهورام مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو.
د يهورام د بادشاهۍ په وخت کښې ادوم د يهوداه خِلاف بغاوت وکړو او يو خپل بادشاه يې مقرر کړو.
موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى. او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“
تاسو دا خيال مۀ کوئ چې زۀ ګنې دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم. نه، زۀ د امن راوستو دپاره نه، خو د جنګ دپاره راغلے يم.