37 اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اختيارمن کړے دے او ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله او مے ورکړى دى. زما زويه، اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا دپاره يې زۀ وکړم.“
مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“
هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله.
يهوسفط بادشاه تجارتى سمندرى جهازُونه جوړ کړل چې د اوفير مُلک نه سرۀ زر راوړى، خو دا په عصيونجابر کښې مات شول او هيڅکله لا نۀ ړل.
نو د يعقوب اولاده، په امن سره اوسېږئ، په هغه مُلک کښې په حِفاظت کښې اوسئ چې د غلې او د ميو نه ډک دے، چرته چې د آسمان نه پرخه زمکه اوبۀ کوى.