34 چې کله عِيسو دا واورېدل، هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل او وې فرمائيل، ”اے پلاره، ما له هم خپل برکت راکړه.“
اِسحاق جواب ورکړو، ”ستا ورور راغلو او دوکه يې کړم. هغۀ ستا برکت وړے دے.“
کله چې مردکے د هغه هر څۀ نه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. بيا هغۀ د ټاټ جامې واغوستلې، سر يې په ايرو پټ کړو، په ښار کښې روان شو او تر هغې پورې يې په چغو چغو او بد بد ژړل،
نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.
د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ خلاف وى.
نو تاسو ته پته ده چې کله بيا هغۀ وروستو د برکت وارث کېدل غوښتل نو هغه نامنظور شو. او هغۀ ته د توبې ويستلو موقع مِلاو نۀ شوه سره د دې چې هغۀ په وير ژړا په هغه برکت پسې ډېر لټون وکړو.
داؤد او د هغۀ سړو ژړا شروع کړه او تر هغې پورې يې نۀ بس کوله چې د هغوئ د ژړا زور ختم شو.