30 چې کله اِسحاق خپل برکت ورکول ختم کړل، نو چې څنګه يعقوب لاړو، نو د هغۀ ورور عِيسو د ښکار نه راغلو.
د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“
قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“
هغۀ هم مزېدار خوراک پوخ کړو او هغه يې خپل پلار له راوړو. هغۀ وفرمائيل، ”پلاره، لږ راپاڅه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما تا له راوړې ده، نو چې تۀ ما له خپل برکت راکړې.“
نو تاسو ته پته ده چې کله بيا هغۀ وروستو د برکت وارث کېدل غوښتل نو هغه نامنظور شو. او هغۀ ته د توبې ويستلو موقع مِلاو نۀ شوه سره د دې چې هغۀ په وير ژړا په هغه برکت پسې ډېر لټون وکړو.