Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 27:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 27:29
40 Iomraidhean Croise  

زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“


يعقوب جواب ورکړو، ”اول زما سره دا لوظ وکړه چې تۀ به خپل ټول حقُونه ما له راکوې.“ نو عِيسو ورسره لوظ وکړو او يعقوب ته يې خپل حقُونه ورکړل.


چې کله اِسحاق خپل برکت ورکول ختم کړل، نو چې څنګه يعقوب لاړو، نو د هغۀ ورور عِيسو د ښکار نه راغلو.


اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اختيارمن کړے دے او ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله او مے ورکړى دى. زما زويه، اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا دپاره يې زۀ وکړم.“


تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې، خو د خپل ورور به تۀ غلام يې. چې کله تۀ باغى شې، نو د هغۀ پړى به وشلوې.“


هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“


مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“


خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“


د ادوم په مُلک کښې بادشاه نۀ وو، په دې باندې يو خليفه حکومت کولو کوم چې د يهوداه بادشاه مقرر کړے وو.


د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.


خو د يهوداه قبيله تکړه شوه او ټولو قبيلو له يې يو بادشاه ورکړو، خو پېدائشى حق د يوسف سره وو.


هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“


بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“


د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“


خو چې کوم قوم او بادشاهى ستا خِدمت نۀ کوى نو هغوئ به برباد شى، هغوئ به په مکمل طور تباه شى.


کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


زۀ پرې څنګه لعنت وايم چې هغوئ خُدائ پاک نۀ وى لعنتى کړى، چې مالِک خُدائ په څۀ اِلزام نۀ وى لګولے نو زۀ پرې څنګه اِلزام ولګوم؟


هغه به په ادوم کښې په خپلو دشمنانو بريالے شى او د هغوئ مُلک به قبضه کړى، او اِسرائيليان به مسلسل بريالى کيږى.


دا قوم د طاقتور ازمرى په شان دے، کله چې هغه ملاست وى، هيڅ څوک دا زړۀ نۀ شى کولے چې پايې‌څوى. څوک چې بنى اِسرائيلو دپاره برکت وغواړى نو هغوئ به په خپله برکتى شى، او څوک چې ورباندې لعنت ووائى نو هغوئ به په خپله لعنتى شى.“


خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.


نو هغۀ ورته جواب ورکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کله چې تاسو د دوئ نه د يو کس سره هم مدد نۀ دے کړے، نو دا تاسو ما سره مدد نۀ دے کړے.


نو خُدائ پاک هغې ته وئيلى وُو چې، ”مشر به د کشر خِدمت کوى.“


او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan