Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 27:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 27:27
14 Iomraidhean Croise  

چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.


بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې.


بيا د هغۀ پلار هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، رانزدې شه او ښُکل مې کړه.“


بيا اِسحاق هغۀ ته وفرمائيل، ”ستا دپاره به د آسمان نه پرخه نۀ وى، ستا دپاره به زمکه شنه نۀ وى.


د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل.


بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده.


قُلبه شوې پټى په باران سيرابه کوې، لوړې ژورې او لوټې يې هواروې. په باران سره يې نرموې، او فصلونو ته يې برکت ورکوې.


د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله، او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله. راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.


د يوسف قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې د باران سره د هغوئ مُلک له برکت ورکړى او لاندې د زمکې نه د اوبو برکت ورکړى.


هم د ايمان په وسيله اِسحاق يعقوب او عِيسو دواړو ته د مستقبل برکت ورکړو.


هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan