24 خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“
هغۀ يعقوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسونه د عِيسو په شان د وېښتو نه ډک وُو. يعقوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو،
اِسحاق وفرمائيل، ”ما له د ښکار غوښه لږه رانزدې کړه. چې زۀ هغه وخورم، زۀ به تا له خپل برکت درکړم.“ يعقوب ورله هغه راوړه او هغۀ ورله څۀ مے هم څښلو له راوړل.
هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ تکليف دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ يوه غريبه کونډه يم، خاوند مې مړ دے.
نو د بيتايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.
ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده.
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى.
ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه.
دا هغه کارونه دى چې تاسو به يې کوئ، يو بل ته رښتيا خبره کوئ. او په خپل عدالت کښې د اِنصاف نه کار اخلئ، نو دا به امن راولى.
نو بيا تاسو هر يو کس دروغ وئيل پرېږدئ او د خپل ګاونډى سره رښتيا وايئ ځکه چې مونږ ټول د يو بدن اندامونه يُو.
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،
نو چې کله هغوئ هلته وُو، داؤد به خپل چال چلن بدلولو او چې کله به هغوئ ورته کتل نو د ځان نه به يې ليونے جوړولو، هغۀ به د ښار په دروازو کرښې وهلې او په ږيره به يې لاړې بهېدلې.
داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى.
اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل.