22 يعقوب خپل پلار ته ورنزدې شو، هغۀ له يې لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”ستا آواز د يعقوب د آواز په شان دے، خو ستا لاسونه د عِيسو د لاسونو په شان دى.“
کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى او هغۀ ته پته ولګى چې زۀ يې دوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“
اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل، ”زما زويه، لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عِيسو يې څۀ؟“
هغۀ يعقوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسونه د عِيسو په شان د وېښتو نه ډک وُو. يعقوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو،
کله چې هغوئ هلته وُو، نو هغوئ د هغه ځوان ليوى په لهجه باندې پوهه شول، نو هغوئ ورغلل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ دلته څۀ کوې؟ تۀ دلته چا راوستلے يې؟“