Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 27:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ ستا مشر زوئ عِيسو يم، ما هم هغه شان کړى دى چې څنګه تا ما ته وفرمائيل. اوس لږ کښېنه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما درله راوړې ده، نو تۀ به ما له خپل برکت راکړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 27:19
15 Iomraidhean Croise  

هغه مشر د رنګه سور وو او د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نوم يې عِيسو کېښودو.


عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو.


بيا يعقوب خپل پلار له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کوم زوئ يې؟“


اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل، ”زما زويه، لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عِيسو يې څۀ؟“


هغۀ هم مزېدار خوراک پوخ کړو او هغه يې خپل پلار له راوړو. هغۀ وفرمائيل، ”پلاره، لږ راپاڅه او د ښکار غوښه وخوره چې کومه ما تا له راوړې ده، نو چې تۀ ما له خپل برکت راکړې.“


اِسحاق جواب ورکړو، ”ستا ورور راغلو او دوکه يې کړم. هغۀ ستا برکت وړے دے.“


ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“


او چې د هغۀ هغه څۀ هېر شى چې تا ورسره کړى دى. بيا به زۀ څوک درولېږم چې تا واپس راولى. زۀ دې خپل دواړه زامن په يوه ورځ ولې بايلم؟“


نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.


يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم.


تاسو لافې وهلې چې تاسو د مرګ سره لوظ کړے دے او د عالمِ ارواح سره مو تړون کړے دے. ستاسو دا يقين دے چې کله افت راشى نو تاسو به بچ شئ، ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې خپل دروغ او دوکه به تاسو بچ وساتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan