17 رِبقې هغۀ له هغه مزېدار خوراک ورکړو او چې کومه روټۍ يې پخه کړې وه هغه يې هم ورکړه.
نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو.
هغې د چېلۍ د بچو څرمنې د هغۀ لاسونو او د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو.
بيا يعقوب خپل پلار له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کوم زوئ يې؟“
ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“