16 هغې د چېلۍ د بچو څرمنې د هغۀ لاسونو او د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو.
هغه مشر د رنګه سور وو او د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نوم يې عِيسو کېښودو.
بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې.
رِبقې هغۀ له هغه مزېدار خوراک ورکړو او چې کومه روټۍ يې پخه کړې وه هغه يې هم ورکړه.
هغۀ يعقوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسونه د عِيسو په شان د وېښتو نه ډک وُو. يعقوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو،