15 بيا هغې د عِيسو هغه خاص جامې راواخستلې، چې کومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې او خپل کشر زوئ يعقوب ته يې ورواغوستلې.
نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو.
هغې د چېلۍ د بچو څرمنې د هغۀ لاسونو او د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو.
چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بوئ ولګېدو، نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”واه واه، زما د زوئ وږمه د پټو د بوئ په شان ده کوم له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.
خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.
”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل غواړى.