Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 27:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى او هغۀ ته پته ولګى چې زۀ يې دوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 27:12
11 Iomraidhean Croise  

هلکان لوئ شول او عِيسو يو تکړه ښکارى شو او د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو.


عِيسو وفرمائيل، ”په دې کښې هيڅ شک نشته د هغۀ نوم يعقوب دے. دا دوېم ځل دے چې هغۀ زما ځائ په چل نيولے دے، اول يې زما د مشرۍ حق واخستو او اوس يې زما برکت هم واخستو. تا زما دپاره برکت نۀ دے پرېښے څۀ؟“


او چې د هغۀ هغه څۀ هېر شى چې تا ورسره کړى دى. بيا به زۀ څوک درولېږم چې تا واپس راولى. زۀ دې خپل دواړه زامن په يوه ورځ ولې بايلم؟“


نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى.


طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى.


لعنت دې په هغه کسانو وى څوک چې د مالِک خُدائ په کار کښې غفلت کوى، او خپله تُوره د وينو توېدو نه بچ ساتى.


”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“


مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو،


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې يو ړوند کس بې‌لارې کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan