8 د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابىمَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله.
کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه.
ابىمَلِک اِسحاق راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”نو دا معلومه شوه چې هغه ستا ښځه ده، تا ولې وئيلى دى چې هغه ستا خور ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زما خيال دا وو چې کۀ دا مې ووئيل چې هغه زما ښځه ده نو زۀ به ووژلے شم.“
يو ځل ما د خپل کور د کړکۍ د جالۍ نه بهر وکتل،
د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى.
زما جانان لکه هوسۍ او يا د ځوان هوسۍ په شان دېنه، وګوره هغه اوس زمونږ د دېوال شاته ولاړ دېنه، هلته د کړکۍ د جال نه دننه کوټې ته ګورينه.
لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.
د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“