Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 26:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 26:7
15 Iomraidhean Croise  

چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې.


هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“


نو د فِرعون درباريانو هغه وليده او فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله.


اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى.


هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابى‌مَلِک ترې ساره بوتلې وه.


اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“


هغه ډېره ښائسته جينۍ وه او لا وادۀ شوې نۀ وه. هغه لاندې چينې ته لاړه، منګے يې ډک کړو او راوختله.


نو اِسحاق په جرار کښې اوسېدو.


د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله.


د لِياه سترګې ښُکلې وې، خو راحيل د بدن نه ښُکلې وه.


څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.


اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ، لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے


يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan