34 چې کله عِيسو د څلوېښتو کالو وو، هغۀ دوه حِتۍ ښځې د بيرۍ لور يهودِت او د ايلون لور باسمت وادۀ کړې.
د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.
رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عِيسو د بل مُلک د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقوب هم د دې مُلک د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو د دې نه به بيا زما دپاره مرګ ښۀ وى.“
نو عِيسو پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى.
نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو او د هغۀ لور محلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.
عِيسو دا کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې، د حِتى ايلون لور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لور، اُهليبامه،
او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو.
کېدے شى چې د هغوئ لوڼه تاسو خپلو زامنو ته وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى او د هغوئ به د معبودانو عبادت شروع کړى.
خو د حرام کارۍ نه د بچ کېدو د خاطره دا به ښۀ وى چې د هر سړى خپله ښځه وى او د هرې ښځې خپل خاوند وى.
او د دې خبرې خيال ساتئ چې په تاسو کښې څوک د عِيسو په شان زناکار او بېدينه نۀ شى چا چې د يو وخت د روټۍ په بدل کښې د خپلې مشرۍ حق خرڅ کړو.
بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“