32 هم په هغه ورځ د اِسحاق نوکران راغلل او هغۀ ته يې د هغه کوهى په حقله ووئيل چې کوم هغوئ کنستلے وو. هغوئ ووئيل، ”مونږ اوبۀ موندلې دى.“
اِسحاق هلته يوه قربانګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.
هغوئ سحر وختى پاڅېدل او يو بل ته يې قسمونه وکړل. اِسحاق هغوئ رُخصت کړل او هغوئ د هغۀ نه په سلامتۍ سره لاړل.
هغۀ په هغه کوهى ”سبع“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې د هغه ښار نوم بيرسبع دے.
ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.