بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله،
خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“
داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما د هغه لښکر پورې بوځې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ ما سره د خُدائ پاک په نوم وعده وکړې چې تۀ به ما نۀ وژنې او نۀ به مې خپل نېک ته حواله کوې نو زۀ به تا بوځم.“