3 دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.
ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“