28 هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ ستا مل دے او زمونږ خيال دا دے چې زمونږ په مينځ کښې يو پوخ لوظ په کار دے. مونږ تا سره لوظ کول غواړُو
هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”د مِصر او ايتهوپيا مال دولت به ستاسو وى، او د سبائيانو لوَړ لوَړ سړى به ستاسو غلامان وى، هغوئ به په تاسو پسې په زنځيرونو کښې روان وى. هغوئ به تاسو ته ټيټ شى او اِقرار به وکړى چې، خُدائ پاک ستاسو مل دے، صرف هغه خُدائ پاک دے. د هغۀ نه بغېر بل خُدائ نشته.“
کومو خلقو چې به په تا ظلم زياتے کولو نو د هغوئ اولاد به راځى او د عزت نه به تا ته ټيټيږى. هر چا چې ستا سپکاوے کړے دے نو هغه به ستا پښو ته ټيټيږى. هغوئ به تا ته ”د مالِک خُدائ ښار“ يا ”د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات صيون“ نوم اخلى.
په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.
د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن نه به زۀ د بنى اِسرائيلو په نظر کښې تا عزتمند کړم نو داسې به دوئ پوهه شى چې زۀ ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم.