19 د اِسحاق نوکرانو په مېدان کښې يو کوهے کنستلو او هلته يې د اوبو يوه چينه وموندله.
هغۀ يو ځل بيا هغه کوهى وکنستل کوم چې د اِبراهيم په وخت کښې کنستلے شوى وُو او فلستيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس بند کړى وُو. اِسحاق به هغه کوهى ته هم هغه نومونه اخستل کوم چې د هغۀ پلار پرې اېښى وُو.
د جرار شپونکى د اِسحاق د شپونکو سره په جګړه شول او وې وئيل چې، ”دا اوبۀ زمونږ دى.“ نو اِسحاق په هغه کوهى ”عِسق“ نوم کېښودو، ځکه چې هغوئ د هغۀ سره جنګ وکړو.
تۀ د باغ چينه ينه، تۀ د تازه اوبو کوهے ينه چې د لبنان د غرونو نه رابهيږينه.
او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“