16 ابىمَلِک اِسحاق ته ووئيل، ”زمونږ د مُلک نه بهر شه. تۀ زمونږ نه زيات تکړه شوے يې.“
نو اِسحاق لاړو او د جرار په مېدان کښې يې خېمه ولګوله، چې هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو.
هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى.