مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے او هغه يې ډېر مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو او چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غلامان او وينځې، اوښان او خرۀ هم ورکړى دى.
چې تۀ به مونږ ته نقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مونږ تا ته نقصان نۀ دے رسولے، او مونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى او په امن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. او بېشکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“
دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.
ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“
”تخم به په خير سره کَرلے کيږى، د انګورو بوټى به ښۀ مېوه کوى، زمکه به خپل فصلونه کوى، او آسمانونه به پرخه ورَوى. زۀ به دا هر څۀ د ميراث په توګه د دې خلقو ژوندى پاتې شوو ته ورکړم.