11 ابىمَلِک ټولو خلقو له خبردارے ورکړو، ”کۀ څوک دې سړى يا د هغۀ ښځې له په بد نېت لاس وروړى نو خامخا به وژلے شى.“
خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.
چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.
هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ، او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“
نو دا کس هم د هغه چا په شان دے څوک چې د بل چا د ښځې سره څملى، څوک هم چې د هغې سره زنا کوى نو د سزا نه به خلاص نۀ شى.
نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى.