8 نو اِبراهيم ساه ورکړه او ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو او د ډېر عُمر سړے وو.
او تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې او دفن به شې.
اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.
چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اوياؤ کالو عُمر ته ورسېدو،
هغه مړه کېدله او د هغې ساه په وتلو وه، نو هغې په خپل زوئ بِناَونى نوم کېښودو، خو يعقوب پرې بنيامين نوم کېښودو.
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
نو يعقوب خپلو زامنو ته وصيت کولو، ”زۀ مرګ ته نزدې يم. ما د خپل پلار نيکۀ سره، د کنعان په مُلک کښې، د ممرۍ سره نزدې په مکفيله کښې، د حِتى عِفرون د پټى په غار کښې ښخ کړئ. هغه غار او پټے اِبراهيم د عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.
چې کله يعقوب خپلو زامنو ته وصيت ختم کړو، هغه بيا څملاستو، ساه يې ورکړه او په حق ورسېدو.
هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.
کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو.
هغه يو عزتمند او مالدار سړے وو او ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د هغۀ زوئ سليمان د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.
کله چې يهويدع د يو سل او دېرشو کالو ښۀ پوخ عُمر ته ورسېدو، نو هغه مړ شو.
دا د خپل ځان شا ته يو پړقېدونکې کرښه پرېږدى، او سمندر تک سپين کړى
نو بيا ايُوب په پوخ عُمر کښې مړ شو.
تاسو به خپل قبر ته په بوډاتوب کښې ځئ، لکه چې د فصل ګېډۍ درمند ته په خپل موسم کښې راځى.
د ځوانانو عزت او جلال د دوئ طاقت دے، سپين وېښتۀ د بوډاوالى شان و شوکت دے.
نو د دې دپاره زۀ د مالِک خُدائ د قهر نه ډک شوے يم، او د برداشت نه بهر شوے يم.“ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ خپله غصه په کوڅو کښې په ماشومانو او د زلمو په ډلو او په ښځې او خاوند او په سپينږيرو او بوډاګانو نازلوم.“
”هارون به هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى د کوم چې ما بنى اِسرائيلو له د ورکولو وعده کړې ده، هغه به مړ شى، ځکه چې په مريبه کښې تاسو زما د حُکم نه بغاوت کړے وو.
کله چې تۀ هغه وګورې، نو د هارون په شان به تۀ هم مړ شې،
نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.
ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،
هم هغه وخت هغه د هغۀ په پښو کښې سر د لاندې راپرېوتله او په ټکى مړه شوه. بيا ځوانان دننه راغلل هغوئ هغه مړه وليده نو هغوئ هغه بهر يوړه او د خاوند په خوا کښې يې ښخه کړه.
کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل.
تۀ به په هغه غر باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د حُور په غرۀ باندې مړ شوے وو،
هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.
د يوآس زوئ جدعون ښۀ په پوخ عُمر کښې مړ شو او د ابيعزر د قبيلې په ښار عفره کښې د خپل پلار په اديره کښې ښخ شو.