4 د ميديان زامن عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وُو.
يُقسان د شيبا او د ددان پلار وو او د ددان اولاد اسورى، لطُوسى او لومى وُو.
اِبراهيم چې څۀ هم لرل هغه يې اِسحاق له ورکړل،
هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو.
د ميديان پينځۀ زامن وُو: عيفه، عِفر، حنوک، ابيداع او اِلدعا. دا ټول د قطوره اولاد وو.
د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.