16 دوئ د دولسو قبيلو پلاران وُو او د دوئ نومونه د دوئ په کلو او د اوسېدو ځايونو باندې اېښے شوى وُو.
ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.
هم په هغه ورځ اِبراهيم اِسمٰعيل او په کور کښې چې څومره نران پېدا شوى وُو هغه ټول يې سنت کړل، سره د هغه نوکرانو چې د هغۀ په کور کښې پېدا شوى وُو او هغه يې هم سنت کړل چې د بل مُلک نه راوستلے شوى وُو لکه څنګه چې خُدائ پاک هغۀ ته فرمائيلى وُو.
حدد، تيما، يطور، نفيس او قِدمه.
دا هغه ښارونه دى چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو چې هغه د قُهات قبيله ده. هغوئ ته به د هغې زمکې وړومبۍ برخه مِلاوېده کومه چې ليويانو ته حواله شوې وه.
او د هغوئ ټول ښارونه او خېمې يې وسوزولې.