12 دا د اِبراهيم د زوئ اِسمٰعيل اولاد دے، اِسمٰعيل د هاجِرې مِصرۍ زوئ وو څوک چې د ساره وينځه وه.
ما ستا د اِسمٰعيل دپاره سوال اورېدلے دے، نو هغۀ له به هم برکت ورکړم او هغۀ له به ډېر بچى او ډېر اولاد ورکړم. هغه به د دولسو بادشاهانو پلار وى او زۀ به د هغۀ د اولاد نه يو لوئ قوم جوړ کړم.
خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے او د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“
اوچت يې کړه او په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“
د اِبراهيم دوه زامن وُو، اِسحاق او اِسمٰعيل.
د اِسمٰعيل زامن د دولسو قبيلو مشران شول: نبايوت چې مشر وو، قيدار، ادبئيل، مِبسام،
په هغوئ کښې دا قومونه شريک وُو ادوميان او اِسمٰعيليان، موآب او هاجريان،
خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.)