Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانونو بادشاه دے زۀ د هغه مُلک نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې وفرمائيل او لوظ يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرښته زما د زوئ دپاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:7
39 Iomraidhean Croise  

چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم.


نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،


د مالِک خُدائ فرښتې په صحرا کښې د شور په لاره هاجِره په چينه وموندله


زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.


خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.


هغۀ جواب راکړو چې مالِک خُدائ، چې د کوم ما همېشه فرمانبردارى کړې ده، هغه به خپله فرښته تا ته درولېږى او کاميابى به درکړى. تۀ به زما د زوئ دپاره زما د خپلو خلقو نه، زما د پلار د خاندان نه، يوه ښځه پېدا کړې.


په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.


فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ، تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ، او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ.


د آسمانونو د خُدائ شُکر ادا کړئ، د هغۀ مينه ابدى ده.


مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.


د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.


د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.


مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ.


خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“


زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرښته ولېږم او زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان وشړم.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.


هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“


هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟


چې تا خپل خلق په صحرا کښې ووژل ځکه چې ستا طاقت نۀ وو چې هغوئ هغه مُلک له بوځې چې تا د ورکولو وعده کړې ده.


ما دا وعده کړې وه چې تاسو به هلته اوسېږئ، خو د کالب او يشوَع نه بغېر به هيڅ څوک هم نۀ ورننه وځى.


”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو.


خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“


ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟


او د ايمان په وسيله په هغه مُلک کښې د مسافرو په شان دېره شو د کوم چې ورسره لوظ شوے وو، او سره د اِسحاق او يعقوب چې هغوئ هم په هغه لوظ وارثان وُو، په خېمو کښې اوسېدل.


تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو.


بيا ما ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم د فرات سيند نه اخوا مُلک نه روان کړو او د کنعان په ټول مُلک کښې مې وګرځولو. ما هغۀ له ډېر اولاد ورکړو. ما هغۀ له اِسحاق ورکړو،


هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.


د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan