67 بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.
اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو او ساره ته يې وفرمائيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله او روټۍ ترې پخې کړه.“
نوکر هغه هر څۀ اِسحاق ته ووئيل چې څۀ يې کړى وُو.
بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نوم قطوره وو.
اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتواېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو.
يعقوب د راحيل سره مينه کوله، نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به ستا د کشرې لور راحيل دپاره ستا اووۀ کاله خِدمت کوم.“
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې.
ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه، او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه. ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه، د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.
نو په دې وجه مونږ تاسو ته د مالِک د کلام په مطابق وايو مونږ څوک چې ژوندى يُو، او د مالِک تر راتلو پورې پاتې يُو، مونږ به د هغه چا نه وړاندې د مالِک سره مِلاو نۀ شُو هغه څوک چې مخکښې مړۀ شوى دى.