61 بيا رِبقه او د هغې نوکرانې تيارې شوې او په اوښانو سورې شوې چې د اِبراهيم د نوکر سره لاړې شى او دوئ ټول روان شول.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“
اِسحاق د بيرلحىروۍ نه راغلے وو. او د کنعان صحرا کښې ايسار وو.
راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو او هغه يې د اوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو او په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ موندل.
مردکى خطونه د اخسويرس بادشاه د طرف نه ليکلى وُو او په دې باندې يې شاهى مهر لګولے وو. دا په هغه تېزو آسونو باندې سوارو کسانو په ذريعه رسولے شوى وُو چې کوم آسونه د بادشاه دپاره ساتلے شوى وُو.
د بادشاه په حُکم په شاهى آسونو سوارۀ پېغام وړُونکى تېز لاړل. هغه فرمان په مرکزى ښار سوسه کښې هم جارى شوے وو.
اے شهزادګۍ، ما ته غوږ شه، څۀ چې درته زۀ وايم په هغې غور وکړه، د خپل پلار کور او خپل خلق هېر کړه.
”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“
هغه زر زر پاڅېده او په خر سوره شوه. پينځۀ نوکرانې ورسره وې، هغه د داؤد د نوکرانو سره لاړه او د هغۀ ښځه شوه.
په ورپسې ورځ سحر وختى داؤد په هغوئ حمله وکړه او تر ماښامه پورې يې ورسره جنګ وکړو. د څلورو سوو زلمو نه بغېر چې هغوئ په اوښانو سوارۀ او لرې وُو، بل يو کس هم ونۀ تښتېدو.