Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:60 - Pakistani Yousafzai Pashto

60 او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:60
15 Iomraidhean Croise  

برکت يې ورکړو او وې فرمائيل، ”ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى او زمکه به د هغوئ په لاس کښې وى. زۀ تاسو له په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو باندې اختيار درکوم.


هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى.


زۀ به هغې له برکت ورکړم او د هغې نه به ستا يو زوئ پېدا شى. زۀ به هغې له برکت ورکړم او هغه به د قومونو مور شى او د هغې په اولاد کښې به بادشاهان وى.“


زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.


بيا رِبقه او د هغې نوکرانې تيارې شوې او په اوښانو سورې شوې چې د اِبراهيم د نوکر سره لاړې شى او دوئ ټول روان شول.


قادر خُدائ دې ستا وادۀ بختور کړى او ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومونو پلار شې.


چې يعقوب څنګه خپل مُلک ته لاړو، د خُدائ پاک څۀ فرښتې ورسره مِلاو شوې.


نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې فرمائيل، ”بنى اِسرائيل به ستاسو نومونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم او منسى په شان کړى.“ نو داسې يعقوب اِفرائيم د منسى نه مخکښې کړو.


خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.


تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.


او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.


او هغوئ خپلو بچو ته د ميراث په توګه پرېښودلے شئ، ترڅو چې هغوئ ژوندى وى نو ستاسو د بچو خِدمت به کوى. خو چې تاسو د خپل وطندار ورور سره ظلم ونۀ کړئ.


د هغۀ مور پلار دې هغه د ښار مشرانو له راولى چرته چې هغه اوسيږى او په هغۀ دې فېصله وکړے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan