59 نو هغوئ رِبقه او د کور مشره خِدمتګاره او نورې نوکرانې د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو سره لېږلو ته راضى شول.
لابن او بتواېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے.
بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.
د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر او د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو او هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“
نو هغوئ رِبقه راوغوښته او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”آو، زۀ به لاړه شم.“
او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“
د رِبقه خِدمتګاره دبوره مړه شوه او بيتايل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نوم ”د ژړا څېړۍ“ شو.
هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟
ځکه چې تاسو ته پته ده او خُدائ پاک هم زمونږ ګواه دے چې نۀ خو مونږ په خپلو خبرو کښې خوشامندى کړې ده او نۀ مو څۀ لالچ کړے دے.