58 نو هغوئ رِبقه راوغوښته او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”آو، زۀ به لاړه شم.“
مريم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ وينځه يم. تا چې څۀ فرمائيلى دى، هم داسې دې وشى.“ بيا فرښته د هغې نه لاړه.
هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ به رِبقه راوغواړُو او د هغې نه به تپوس وکړُو چې هغه څۀ وائى.“
نو هغوئ رِبقه او د کور مشره خِدمتګاره او نورې نوکرانې د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو سره لېږلو ته راضى شول.