54 د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر او د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو او هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“
خو هغۀ ووئيل، ”مونږ مۀ ايساروئ. مالِک خُدائ زما سفر کامياب کړے دے، ما خپل نېک له واپس ولېږئ.“
نو هغوئ رِبقه او د کور مشره خِدمتګاره او نورې نوکرانې د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو سره لېږلو ته راضى شول.
د يوسف د پېدا کېدو نه پس، يعقوب لابن ته وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه، چې زۀ خپل کور او خپل مُلک ته واپس لاړ شم.
هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“
بيا د صدوق زوئ اخيمعض يوآب ته ووئيل، ”ما پرېږده چې د دې زېرى سره بادشاه له ورمنډه کړم چې مالِک خُدائ هغه د خپلو دشمنانو نه بچ کړے دے.“
تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.
هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده.