Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:53 - Pakistani Yousafzai Pashto

53 بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:53
11 Iomraidhean Croise  

د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.


چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.


خپل پلار هغوئ له ډېر سرۀ زر، سپين زر او قيمتى څيزونه ورکړل او هر يو يې د يهوداه د پَخو دېوالونو ښارونو مشر مقرر کړو. يهورام د ټولو مشر وو نو په دې وجه يې هغه د دې دپاره مقرر کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه شى.


د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.


خلقو ته ووايه چې هر يو سړے د خپل ګاونډى نه او هره يوه ښځه به د خپلې ګاونډۍ نه د سپينو زرو او سرو زرو کالى وغواړى.“


بنى اِسرائيلو هم هغسې کړى وُو چې څنګه موسىٰ ورته فرمائيلى وُو او د مِصريانو نه يې د سرو زرو او سپينو زرو کالى او جامې غوښتلى وُو.


هره يوه بنى اِسرائيلۍ ښځه دې خپلو مِصريانو ګاونډيانو کره لاړه شى او هرې مِصرۍ ښځې له چې د دوئ سره په کور کښې اوسيږى نو جامې، د سرو زرو او سپينو زرو کالى دې ترې نه وغواړى. نو بنى اِسرائيليان به دا څيزونه خپلو زامنو او لوڼو ته ورواغوندى. او مِصريان به لوټ کړى.“


ستا اننګى څومره ښائسته دينه، او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه. او ستا غړۍ څومره ښائسته ده، او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.


تۀ لکه د انارو باغيچه ينه، د مزېدارو مېوو نه ډکه ينه، او خوشبو دې لکه د مشکو او عنبرو په شان ده نه،


حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan