50 لابن او بتواېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے.
د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتواېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو.
جينۍ کور ته منډه کړه او خپلې مور او نورو ټولو ښځو ته يې ټوله قيصه تېره کړه.
دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى.“
بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.
خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“
او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“
په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“
زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم.
او ابىسلوم د امنون سره دومره نفرت کولو چې هغۀ سره يې نورې خبرې هم نۀ کولې ځکه چې د هغۀ د خور تامار سره امنون په زور زنا کړې وه.
نو بادشاه خلقو ته غوږ ونۀ نيولو، دا هر څۀ ځکه بدل شول چې دا مالِک خُدائ ته منظوره وه چې هغه خبره پوره کړى چې مالِک خُدائ د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه د نباط زوئ يربعام ته کړې وه.
”په خپلو وروڼو يعنې اِسرائيل باندې حمله مۀ کوئ. ټول کور ته لاړ شئ ځکه چې څۀ وشول نو هغه ما کړى دى.“ هغوئ ټولو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او واپس کورونو ته لاړل.
دا کارونه مالِک خُدائ کړى دى، دا زمونږ په خيال حېرانوونکے منظر دے.
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“
دا د مالِک خُدائ کارونه دى او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“
نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“