5 خو نوکر ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ هغه پېغله چې کومه زۀ خوښه کړم، دې مُلک ته زما سره نۀ راځى، نو بيا زۀ اِسحاق هغه مُلک ته واپس ولېږم څۀ د کوم نه چې تۀ راغلے يې؟“
او ما د خپل نېک نه تپوس وکړو، فرض کړه کۀ هغه ښځه زما سره نۀ راځى نو بيا؟
په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“
نو هغوئ رِبقه راوغوښته او تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”آو، زۀ به لاړه شم.“
اِبراهيم جواب ورکړو، ”نه، خيال کوه چې تۀ زما زوئ واپس هلته ونۀ لېږې.
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېفائدې اخلى.
خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى،
هر هوښيار سړے کار په حِکمت سره کوى، خو کم عقل د خپل جهالت اظهار کوى.
کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“