Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 نو کۀ تۀ زما د نېک سره خپله ذمه وارى پوره کول غواړې او ښۀ سلوک ورسره کوې، نو ما ته ووايه او کۀ نۀ وى نو هم ووايه، بيا به زۀ فېصله وکړم چې ما له څۀ کول په کار دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:49
6 Iomraidhean Croise  

تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى.


چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې.


هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه.


تاسو مِهربانى وکړئ او مونږ پرېږدئ چې ستاسو د مُلک نه تېر شُو. مونږ او زمونږ څاروى به د لارې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړُو، نۀ به ستاسو پټو يا د انګورو باغونو ته ورننوځو او نۀ به ستاسو د کُوهو نه اوبۀ څښو. مونږ به په هغه لويه لاره روان يُو او ستاسو علاقې نه به ووځُو.“


مونږ پرېږده چې ستا د مُلک نه تېر شُو. مونږ به نېغ روان يُو او د لارې نه به اخوا دېخوا نۀ اوړُو.


هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”کۀ مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى. کۀ تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan