Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:48
11 Iomraidhean Croise  

چې کله د اِبراهيم نوکر دا خبره واورېده، هغه ټيټ شو او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.


هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.


هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.


مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.


ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.


تۀ به دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښائې او تۀ به دوئ ته د ژوند د تېرولو طريقه او هغه څۀ ښائې چې دوئ به يې کوى.


ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې.


د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan