Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:4
12 Iomraidhean Croise  

د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.


په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لاړ شه چې زۀ يې درته ښايم.


نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


خو زما د پلار خلقو، زما خپلوانو له لاړ شه او د هغۀ دپاره ښځه خوښه کړه.


خو نوکر ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ هغه پېغله چې کومه زۀ خوښه کړم، دې مُلک ته زما سره نۀ راځى، نو بيا زۀ اِسحاق هغه مُلک ته واپس ولېږم څۀ د کوم نه چې تۀ راغلے يې؟“


اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې.


سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتو‌اېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه.


يهويدع د يوآس بادشاه دپاره دوه ښځې خوښې کړې او د هغۀ زامن او لوڼه پېدا شول.


کۀ هغوئ د هغه مُلک ارمان کولو د کوم نه چې هغوئ راوتلى وُو، نو هغوئ ته د واپس تللو موقع وه.


خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan