33 چې روټۍ يې کله راوړه، هغه سړى ووئيل، ”تر هغه پورې به زۀ خوراک نۀ کوم چې تر کومې پورې ما هغه څۀ وئيلى نۀ وى چې څۀ وئيل غواړم.“ لابن ووئيل، ”ټيک ده ووايه.“
نو هغه سړے دننه کور ته لاړو او لابن د اوښانو نه بارونه کوز کړل او بوس او واښۀ يې ورته واچول. بيا هغۀ د اِبراهيم د نوکر او د هغۀ د سړو دپاره اوبۀ راوړې چې خپلې پښې ووينځى.
هغۀ خبره شروع کړه، ”زۀ د اِبراهيم نوکر يم.
زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
تۀ داسې يو کس وينې، څوک چې په خپل کار کښې ماهر وى؟ هغه به د عامو خلقو خِدمت نۀ کوى، خو د بادشاهانو خِدمت به کوى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
خو هغه غلامان چې مالِکان يې ايمانداران وى، هغوئ دې خپل مالِکان د ورورولۍ په سبب سپک نۀ ګڼى، بلکې نور زيات خِدمت دې هم کوى، ځکه څوک چې د دوئ د ښۀ خدمت نه فائده اخلى هغه ايمانداران او د مينې قابل دى. بيا تۀ د دې خبرو تعليم او ډاډ ورکوه چې د هغوئ ښۀ تابعدارى کوى.
نو هغوئ يې د ځان سره کور ته بوتلل او د هغوئ خرونو له يې خوراک ورکړو. بيا هغوئ خپلې پښې ووينځلې او روټۍ يې وخوړه.