Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 24:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 24:30
7 Iomraidhean Croise  

چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.


د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو.


او لابن ورته ووئيل، ”ما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا دپاره ځائ تيار کړے دے او هلته ستا د اوښانو دپاره هم ځائ شته.“


والۍ، بنګړى، نقابونه،


ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم.


د ګڼو خلقو شور د هغې سره نزدې وو، تر دې چې مست او عياش خلق يې د صحرا نه راوستل او هغوئ دغه دواړو خوېندو ته په مټو کښې بنګړى واچول او ښکلى تاجونه يې ورته په سر کړل.


هغۀ خپلې مور ته ووئيل، ”کله چې ستا نه هغه يوولس سوه د سپينو زرو سيکې چا پټې کړې، نو ما واورېدل چې تا هغه غل ته ښېرې وکړې. ګوره، هغه پېسې ما سره دى او هغه ما اخستې دى.“ د هغۀ مور ووئيل، ”زما زويه، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan