29 د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو.
لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو،
خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“
او دوئ د رِبقې دپاره برکت وغوښتلو او ورته يې ووئيل چې، ”خورې تۀ دې د زرګونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دشمنانو په ښارونو بريالے شى.“
اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتواېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو.
نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،
سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتواېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه.
او چې کله لابن د خپل خورئى يعقوب په حقله واورېدل، نو هغۀ مِلاوېدو له ورمنډه کړه، هغۀ ته ورغاړه وتلو او ښُکل يې کړو او هغه يې کور ته دننه راوستلو. يعقوب لابن ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې څۀ شوى وُو.
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو د نحور نمسے، لابن پېژنئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، مونږ يې پېژنو.“