28 جينۍ کور ته منډه کړه او خپلې مور او نورو ټولو ښځو ته يې ټوله قيصه تېره کړه.
د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو.
ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى.
خو د رِبقې ورور او د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“
بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.
هغۀ راحيل ته وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار رشتهدار، د رِبقې زوئ يم.“ هغې منډه کړه چې خپل پلار ته ووائى،
لابن لاړو او د يعقوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې او د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ موندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو.