27 هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا زما د نېک سره خپله وعده پوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نېغ راوستلم.“
نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
نوکر دُعا وکړه، ”تۀ مالِکه خُدايه پاکه، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې، ما نن کامياب کړه او زما د نېک سره خپله وعده پوره کړه.
د هغه سړى په هغې باندې نظر وو او غلے ولاړ وو، چې معلوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه.
په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“
چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه، ما له په سفر کښې کاميابى راکړه.
ما خپل سر ټيټ کړو او د مالِک خُدائ عبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ نېغ زما د نېک نوسۍ له راوستلم چې هغه د اِسحاق ښځه جوړه شى.
تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى.
زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عِيسو نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مونږ حمله وکړى نو مونږ به سره د ښځو او ماشومانو ټول تباه کړى.
مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.
اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“
مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى، او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.
زمونږ خلاصونکى مالِک خُدائ ته دې ثناء وى، څوک چې هره ورځ زمونږ بوج وړى.
هغۀ خپله مينه او وفادارى چې د بنى اِسرائيلو سره يې کړې وه راپه ياد کړله، زمونږ د خُدائ پاک خلاصون ټولو د زمکې تر آخره پورې وليدو.
او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ تاسو د فِرعون او د مِصر د خلقو نه بچ کړئ. د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې هغۀ خپل خلق د غلامۍ نه بچ کړل.
چې کله موسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو او هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د موسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو.
بله ورځ هغه بهر لاړو او وې ليدل چې دوه عبرانيان په خپلو کښې په جګړه وُو. هغۀ هغه يو ته وفرمائيل کوم چې په غلطه وو، ”تۀ ولې خپل عبرانے ورور وهې؟“
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،
او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.
”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل.
ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.
ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
ښځو نعومى ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء ووايه چې هغۀ تا له نن نمسے درکړو چې ستا خيال وساتى. دا هلک دې په بنى اِسرائيلو کښې مشهور شى.
داؤد ابىجيل ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک صِفت دې وى چې هغۀ نن تۀ زما سره مِلاوېدو له راولېږلې.
کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بېعزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابىجيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه.