24 هغې جواب ورکړو، ”زما پلار بتواېل دے، چې د نحور او مِلکاه زوئ دے.
ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو.
څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور نحور يې د مِلکاه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى،
د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتواېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو.
هغۀ ووئيل، ”ما ته ووايه چې ستا پلار څوک دے، د هغۀ په کور کښې زمونږ د شپې تېرولو ځائ شته؟“
مونږ سره ډېر بوس او واښۀ شته او ستاسو د پاتې کېدو دپاره حُجره هم شته.“
ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتواېل دے چې د نحور او مِلکاه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه او کَړى مې ورپه لاس کړې.
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو د نحور نمسے، لابن پېژنئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، مونږ يې پېژنو.“