20 هغې زر زر د څاروو د اوبو په سبيل کښې منګے تشولو او چينې ته به د نورو اوبو دپاره په منډه تله، تر دې پورې چې ټولو اوښانو ښۀ وڅښلې.
چې کله هغې اوبۀ ورکړې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“
د هغه سړى په هغې باندې نظر وو او غلے ولاړ وو، چې معلوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه.
بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده.