17 د اِبراهيم نوکر د مِلاوېدو دپاره هغې له ورمنډه کړل او ورته يې ووئيل، ”ستا د منګى نه ما له لږې اوبۀ راکړه.“
د هغې نه مخکښې چې ما پټه په زړۀ کښې دُعا ختمه کړې وه، رِبقه چې د هغې په اوږه منګے وو راغله او لاندې چينې ته لاړه. ما هغې ته ووئيل چې، څښلو له لږې اوبۀ راکړه.
نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“
اے د تيما خلقو، کوم خلق چې تږى دى نو هغوئ له اوبۀ ورکوئ. او مهاجرو له خوراک ورکوئ،
په هغه ورځ کله چې ستاسو د دشمن قلعې قبضه شى او د هغوئ خلق ووژلے شى، نو د هر غرۀ نه او د هرې غونډۍ نه به د اوبو وَلې رابهيږى.
هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“
سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى.